چاومين آش

comments 0

اړين مواد:
1. د چرګ سينه نيم کېلو .
2. آش يو پاکټ .
3. کرم نيمه دانه .
4. دلمه يې مرچک يوه دانه .
5. زردکه يوه دانه .
6. شنه پياز څلور دانې .
7. سويا ساس يوه چايخورۍ .
8. چينايي مالګه يوه د چايو کاچوغه .
9. مالګه او مرچک د ضرورت په اندازه .
10. غوړي لږ څه.
د پخېدو ترتيب:
په يوه دېګ کي اوبه وايشوئ، مالګه ور واچوئ، آش درست پکښي واچوئ، د پنځو دقيقو لپاره يې وايشوئ، په صافي کي يې صاف کړئ. بيا په يوه کړايي کي لږ غوړي واچوئ، د چرګ سينه نازکه خلال کړئ،په غوړو کي يې سره کړئ. بيا زردکي، کرم، پياز او مرچک خلال کړئ، جلا جلا يې په لږ و غوړو کي سره کړئ.
چينايي مالګه او مرچک ور واچوئ او کښې يې ږدئ. بيا په يوه غټه کړايي کي لږ غوړي واچوئ، آش ور واچوئ، په کړايي کي يې سره واړوئ. بيا سويا ساس ور واچوئ، دېګ د څو دقيقو لپاره دم کړئ.
بيا د دېګ سر ورخلاص کړئ، سرې سوي غوښي او ترکاري ور واچوئ، په پنجه يې سره ګډ کړئ. په غوري کي يې واچوئ. پر سترخان باندي يې را واخلئ.دا خواړه په پنجه باندي خوړل کيږي.
فریده خپلواک

Comments

Leave a Reply