چاریکارو کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – پروان: د پروان مرکز چهاریکار ښار اړوند خلازیو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان چاودنه شوې.
راپورونه وایي، چاودنه د سړک غاړې ماین له امله شوې ده.
د والي ویاندې وحیدې شهکار وویل، چاودنه کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی او د بهرنیو د مرګ ژوبلې په اړه یې ناخبري وښوده.
طالبانو بیا ادعا کړې چې د سړک غاړې ماین چاودنه کې یې اته بهرني سرتیري وژلي او ځېنې نور یې ټپیان کړي دي خو افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو بیا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عبید رادپور

Comments