چارواکې: په کاپيسا کې طالبانو پر دوو نجونو جنسي تیری کړی

comments 0

هندوکش ـ کاپيسا: د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې وسلوالو طالبانو لخوا پر دوو نجونو ډله ییز جنسي تیری کړی دی.
یوې باروې سرچېني نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، چې دا پېښه تېره شپه د کاپیسا په حصه دوم ولسوالۍ کې شوې ده.
سرچېنې زیاته کړه، چې وسلوال له یادې سیمې څخه په تېښته بریالي شوي او پولیس یې د نېولو هڅې کوي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو پخوا هم ورته ډله ییز جنسي هم په هلکانو باندې مدرسو او جوماتو کې کړی دی.
د کاپیسا خصه دوم ځايي اوسیدونکي وايي، چې طالبان د شپې له مخې کورنو ته راشي په زور ډوډۍ او هغه کړنه کې چې د دوی په خوښه وي کوي یې دوي وايي چې طالبانو پر وړاندې څوک ودریږي نو دوی یې بیا د ټوله کورنۍ د وژلو ګواښونه کوي.
عبید رادپور

Comments