چارواکي په پکتیکا کې د خیالي پولیسو خبر ورکوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: په پکتیا کې د امنیتي چارواکو په وینا 350 خیالي پولیس شتون لري چې اړوندې چارې يې له ستونزو سره مخ کړې دي.
خبریالانو سره په خبرو کې د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال روغ لېوني وويل په تېرو ١٥ ورځو کې يې په مرکز ښرنه، يوسف خېل او جاني خېلو ولسواليو کې د خيالي پوليسو په اړه پلټنې کړې دي.
د هغه په وينا، د دې پلټنو په ترڅ کې يې د پوليسو په ليکو کې ٣٥٠ خيالي پوليس پيدا کړي چې دوه سوه يې په ملي پوليسو او ١٥٠ نور په سيمه ييزو پوليسو کې دي.
روغ لېونى وايي چې دغه ملي خيالي پوليس په امنيې قوماندانۍ او منتظره قطعې پورې اړوند دي.
نوموړي دا هم وويل چې د دغه ولايت يو شمېر پخواني امنيه قوماندانانو د امنيې قوماندانۍ يو شمېر وسلې او موټر هم له ځان سره وړي چې بايد بېرته يې تسليم کړي.
روغ لېوني په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم پکتيکا او ځينو نورو ولايتونو کې د خيالي پوليسو د شتون په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
عمران احمدزې

Comments