چارواکي :په سمنګانو کې امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی

comments 0

هندوکش ــ سمنګان: د سمنګانو ولایت ځايی چارواکي وايي،چې دپخوا په پرتله یې امنیت ښه شوي او د نوي کال د مراسمو د تر سره کولو لپاره هر ډول امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د سمنګانو امنیه قوماندان د یاد ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ، چې په یاد ولایت کې به هیڅ یوې ترهګرې ډلې ته دفعالیت اجازه ورنه کړي، ترڅو د خلکو امنیت وګواښي.
نوموړي وايي، افغان ځواکونو چمتو دي، چې دخپلو خلکو او خاورې څخه په میړانه ساتنه وکړي.
عاطفه مصمم

Comments