چارواکي: په ارزګان کې د ۳ پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي

comments 0

هندوکش – ارزګان: چارواکي وايي، په ارزګان کې د درې پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.
دا عمليات په کندهار کې مېشتې د صفر ۳ ځانګړې قطعې ځواکونو د ترينکوټ د سرخ مرغاب په سيمه کې ترسره کړي دي.
د دې ځواکونو له خوا ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عملياتو پر مهال ۱۲ وسله وال وژل شوي چې درې يې پاکستاني اتباع دي.
سرچينه وایي چې وژل شويو پاکستانيانو، طالبانو ته په سیمه کې د ماين جوړولو روزنه ورکوله.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملياتو پر مهال ۵ وسله وال ژوندي نيول شوي او ملکي خلکو ته زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سرچینه: آزادي رادیو

Comments