چارواکي: هلمند ناوه کې ۳۳ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت امنیه قومانداني وايي، په ناوې ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ۴۶ وسلوال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدزمان همدرد د جمعه په ورځ رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې وسلوالو ته دا تلفات د افغان ځواکونو په عملیاتو کې اوښتي.
ښاغلی همدرد وايي: “د ناوې ولسوالۍ په خسرآباد او سرخدوز سیمو کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۳۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. په دې نښتو کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.”
ښاغلی همدرد زیاتوي، چې په سیمه کې د امنیت د خوندي کولو په مقصد تصفیوي عملیات اوس هم روان دي.
عبدالله اڅکزی

Comments