چارواکي: هرات، غور او فراه کې٨٠ کلي له وسله والو بېرته نيول شوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان دفاع وزارت وايي په هرات، غور او فراه کې د روانو پوځي عملياتو په نتيجه کې نږدې ٨٠ کلي له وسله والو بېرته نيول شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي د افغانستان په لوېديځ کې يې د “هريرود توفان” په نوم پوځي عمليات له څه کم يوې مياشتې راهيسې روان دي.
د دغه وزارت په حواله په هرات، غور او فراه کې د دغو عملياتو په نتيجه کې نږدې ٨٠ کلي له وسله والو طالبانو نيول شوي دي.
د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان وويل: “٦٠ کلي د غور په شهرک ولسوالۍ او ١٨ کلي د هرات په چشت شريف ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو نيول شوي دي، دغه راز د فراه په شېبکوه ولسوالۍ کې هم په لسګونو کلي د طالبانو له کنټروله ايستل شوي دي، طالبان په داسې وضعيت کې دي چې د افغان امنيتي ځواکونو په وړاندې مقاومت نه شي کولاى، له ملکيانو او د هغوى له کورونو د سپر په توګه کار اخلي.”
دغه په لسګونو کلي د افغانستان په لوېديځ کې پر وسله والو طالبانو د فشار تر زياتېدو وروسته نيول کېږي.
د افغانستان دفاع وزارت زياتوي، که څه هم دوى دغه پوځي عمليات په مستقلانه ډول کوي، خو په هوايي برخه کې ځينې وخت د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت هم ورسره همکاري کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments