چارواکي: د کونړ په سرکانو ولسوالې کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

comments 0

هندوکش – کونړ: د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان رسنیو ته ویلي چې پرون ماسپین په ځايي وخت شاوخوا دوه بجې هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو دده په وینا پر افغان سرحدي ځواکونو برید وکړ.
نوموړي ویلي چې افغان ځواکونو ځوابي برید وکړ او له هغه لوري د سرحدي ځواکو پر پوستې د توپونو مرمۍ وویشتل شوې چې په پایله کې درې افغان سرتیري ټپیان شوي دي. د کونړ د پولیسو ویاند وايي دې نښتې درې ساعته دوام وکړ.
ښاغلي دهقان ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونو په سیمه کې د ناوې په نوم یو بل سيمه هم په نښه کړې خو هلته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نشته. د پولیسو ویاند وايي د ناوې کلي اوسېدونکي له دغه ځایه وتلي و خو په دې وروستیو کې یو شمیر کورنۍ بیرته ور ستنې شوې وې.
له څو کلونو راهیسې د کونړ او څو نورو سویل ختیځو ولایتونو اړوند د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې نښتې رامنځته شوي دي. ددې لړۍ تر ټولو ډیر زیان رسوونکي بریدونه په کونړ کې شوي دي.
افغان لوری بیا وايي چې دا بریدونه په ناقانونه توګه پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو لپاره د پوستو جوړولو په موخه کیږي.
ځايی چارواکو او اوسېدونکو ویلي ددې بریدنو له امله د کونړ په لرې پرتو سیمو کې شاوخوا پنځه سوه کورنۍ د خپلو مینو پرېښودو ته اړ شوي دي. په دې بریدونو کې د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فرهاد شهراني

Comments