چارواکي: د کندهار په شاوليکوټ کي ۲۵ ترهګر طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: دغه ترهګر طالبان تېره شپه د افغان هوایي ځواکونو او مځکنیو ځانګړو ځواکونو په عملياتو کي د کندهار په شمالي ولسوالۍ شاوليکوټ کي وژل شوي دي.
په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحي علوي وويل ، چي د افغان ځواکونو عمليات د شاوليکوټ ولسوالۍ د باغ دې سرې او البک په سيمو کې ترسره شوي دي.
نوموړی وایي د وسله والو پر پټنځایونو او پر هغو ترهګرو طالبانو بريدونو شوي، چې د ارزګان له دهراود ولسوالۍ څخه د کندهار شاوليکوټ ته د وسله والو د مرستي لپاره راغلي وو.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د وياند په خبره د افغان ځواکونو په عملياتو کي ټول وژل شوي وسله وال د قاري او تور ملا نقيب د ډلو غړي دي.
فرهاد شهراني

Comments