چارواکي: د طالبانو لخوا برمته شوي ملکیان لا هم طالبانو نه دي خوشي کړي

comments 0

هندوکش ــ میدان وردګ: د میدان وردګ ځایي چارواکي وایي، طالبانو لاهم هغه څه باندې ۵۰ ملکیان نه‌دي پرېښي چې څو ورځې وړاندې یې د چک ولسوالۍ له یو شمېر کلیو برمته کړي وو، د میدان وردګ دغه چارواکي وایي، د تاوتریخوالي د کمښت او د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره هغو سیمو کې عملیات نه‌شي کولای چې ملکیان په‌کې برمته شوي دي.
د دغه ولایت مرستیال والي تاج محمد عمري وویل، هڅه کوي چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب هغه ۵۵ تنه ازاد کړي چې طالبانو څو ورځې وړاندې له ځان سره بیولي دي.
له دې سره سم د ارزګان چارواکي وایي، هغه شااوخوا ۱۰۰ ملکیان‌یې ژغورلي چې طالبانو د جمعې په ورځ د ترینکوټ له یوې څنډې له ځان سره بیولي وو.
د ارزګان امنیه قوماندان محمد اعظم هاشمي وایي، د دغو کسانو د راخوشې کېدو په عملیاتو کې جګړه هم شوې چې افغان ځواکونو او طالبانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې.
د طالبانو له څو ساعته بنده ازادو شویو کسانو هم ویلي، نه‌دي خبر چې طالبانو د څه لپاره بیولي وو.
د میدان وردګ او ارزګان چارواکي هم د دغو برمته نیونو انګېزې باندې نه‌پوهېږي.
داسې راپورونه هم خپاره شول چې طالبان غواړي په دې سره د خپلو بندیانو شمېر زیات کړي.

Comments