چارواکي: ارزګان کې سیمیز زورواکي تر طالبانو ډیر خطرناک دي

comments 0

هندوکش – ارزګان: رسنیو سره په خبرو کې د ارزګان والي په ډاګه کړې چې د اروزګان ولایت لپاره تر طالبانو لوی او ستر ګواښ د په دولتي اداراتو کې د سیمیزو زورواکانو واکمني ده.
د نوموړي په وینا، د سیمې زورواکان په حکومت کې پراخ نفوذ او آن خپله هم شتون لري چې پر وړاندې یې اقدام ناشونی دی.
سعید وایي “ هر کله چې ولایت مقام د هغوی پر وړاندې مبارزه کړې نو يو شمېر ادارې او نظامي ځایونو ورسره سقوط کوي“
اسدالله سعيد دغه راز وایي چې دې زورواکو څیرو اوسمهال سیمیزه اداره له سقوط سره مخ کړې او که مرکزي حکومت یې پر وړاندې اقدام ونه کړي، د دوی ټول واک او ځواک به فلج کړي.
والي همداراز وویل چې د زورواکو په هکله شکایتونه یې آن تر ولسمشرۍ ماڼۍ پورې هم رسولي خو هغوی یې تر اوسه پر وړاندې د کوم اقدام جسارت نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې تردې مخکي هم ځینو والیانو داسې څرګندونې کري چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments