چابهار بندر پراخیږي

comments 0

هندوکش – ایران :تهران د چابهار بندر ازاد زون کې افغان پانګوالو ته ځانګړي امتیازونه ورکوي.
کابل کې د ایران سفارت قونسل له رسنیو سره خبرو کې ویلي، هڅه کوي د افغان پانګوالو لپاره چابهار کې اسانتیاوې ډیرې او د افغانستان –چابهار او دوبۍ مستقیمي الوتنې هم پیل شي.
سید قاسم ذاکريوايي، (( چابهار – زهدان ترمنځ ریل پټلۍ افغان پانګوال د ایران له نورو ولایتونو،قفقاز،ترکیې ،عربي او اروپایي هیوادونو سره نښلوي، زمونږ هڅه داده چې د چابهار ازاد زون کې د افغان سوداګرو د اسانتیاو لپاره د افغانستان- چابهار او دوبۍ مستقیمې الوتنې پیل شي.))
د ټرانسپورټ وزارت مرستیاله فوزیه احساني وایې د چابهار بندر لومړۍ برخې د ګټي اخیستو هوکړه عملي شوي،خو د چابهار دویمې برخې فعالیت د ایران-هند او افغان حکومت ګډې ناستې پورې تړلې.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چې چې په ټرانزیټ کې د پاکستان له سیاستونو ناهیلی شوی، د چابهار بندر د افغانانو لپاره د کراچۍ او ګوادر بندر ښه بدیل ګڼي.

Comments

Leave a Reply