چابهار بندر ته کاروان حرکت وکړ

comments 0

هندوکش –  نیمروز: ولسمشر محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته ورسید.

ولسمشر نن مرکز زرنج کې د هغو باروړونکو موټرونو چې د وریښمو له لارې چابهار بندر ته افغان تولیدات لیږدوي پرانیسته وکړه.

له دې سره اوس افغانستان کولی شي خپل صادرات ایران او خلیج هېوادونو ته ولېږدوي.

دغه لومړۍ جوپه کې به ۲۳ بار وړونکي موټر چابهار بندر ته توکي ولېږدوي او په دې سره به له دې لارې سوداګري هم پراخه شي.

دا جوپه چې افغان تولیدات او محصولات پکې بار دي، هند ته لاړ شي.

په دې لارې سره افغانستان د ترانزیټ له انحصار خلاص شو.

امیر حسین سلجوقي

Comments