چابهار بندر ته څیرمه چین او پاکستان ګډه پوځي اډه جوړوي

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې چین دپاکستان په سرحدي پوله «جیوانی» په سیمه کې دچابهاربندرته څیرمه یوه دفاعي پوځي اډه جوړي .
د رسنیو په وینا، یاده اډه به دایراني سرحداتوته څیرمه یوه ګډه پوځې دفاعي اډه وي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې امریکا پاکستان ته شا اړولې او هر راز مرستې یې پر پاکستان بندې کړي دې چې له همدې امله چین خپلې مالي او پوځي مرستې پاکستان سره ډیرې کړي دي.
رسنې زیاتوي چېدامریکا له اهداف څخه لومړی همدا و چې دچین نړۍ وال تجارتي بازار دهمدې پولو پورې محدود کړې ،خوپآکستان هغوی دې ته هڅولي چې داسیامیانه او اروپا افریقا په لور ورته دټرانزیټ لاره ورکوي چې دې سره یې دیوه بندرګاه په ورکولو سره یوتجارتي تړون لیک کړجې هغه کې دپانګې اوسرمایه ګوزارۍ ۵۰میلیارده ډالرښودل شوي دي.
چین به له دې لارې وکولای شي دنړۍ هرکونج ته لار پیداکړي اوخپل تجارتي پراخ معملات په اسانۍ سره ورسوي.
خو بلوچستان کې شته نندرې کولاې شي د چین دغه اقدام ته ښند پورې کړي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply