چابهار بندر ته تمې زیاتي شوي

comments 0

0 Views

لیکوال: نوید احمد څرک
چابهار بندر چې افغانستان د ټرانزیټ له انحصار خلاص کړ اوس کار کیږي چې څنګه کیدای شي دا بندر داسې پراخه شي چې د سیمې د ټولو سوداګرو پام ور واوړي.
تازه ایراني چارواکو ویلي چې چابهار بندر له پرانیستې وروسته ۵۰۰ سوداګرو نومونه ثبت کړي چې د دې بندر له لارې له هند ایران او نورو هېوادونو سره سوداګري کوي.
د پنځه سوه کسانو په دې نوملړ کې ۱۶۰ یې افغانان دي چې غواړي د چابهار بندر له لارې له افغانستان څخه صادرات او له نورو هېوادونو واردات وکړي.
د افغانستان لپاره د چابهار بندر کومه وړه خبره نه ده، افغانستان په دې بندر سره د ټرانزیټ له انحصار خلاص شو او تر ټولو مهمه دا چې د ټرانزیټ په برخه کې د پاکستان له تکیه وژغورل شو، پاکستان کلونه د افغانستان له مجبوریت ګټه اخیستې او تل یې ټرانزیټ هم د فشار په ډول کارولی دی.
هر کله به چې د کابل او اسلام اباد اړیکې خرابې شوې، پاکستان به د افغان سوداګرو مالونه په کراچۍ ، چمن، تورخم او نورو بندرونو کې ودرول او بیا به یې په دې سره افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړو او دلته به افغان سوداګرو پر حکومت فشار راوړ، پاکستان کلونه له دې موقع استفاده وکړه، خو دا چې تېرو کلونو کې مدیریت نه و، نو هیچا په دې کار و نه کړې چې یوه بدیله لار پیدا کړي، داسې لار چې پر پاکستان تکیه کمه شي او له احسانه ډکې سوداګرۍ څخه یې خلاص شي.
اوس چې چابهار بندر یو ښه بدیل دی، پاکستان هیڅکله په دې فکر نه و کړی چې ګنې افغانستان دې بدیلې لار ولري چې پر پاکستان به یې تکیه کمه او یا له منځه لاړه شي، اوس چې پاکستان د چابهار بندر ولید، نو په خپلو تېرو ټولو کړو پښیمانه ښکاري، خو افغان حکومت ورته نه اړتیا لري او نه ورسره همکاري کوي.
له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې ټول سوداګر ناهیلي شوي و او زیاتو افغان سوداګرو له سوداګرۍ لاس اخیستی و، خو اوس چې د چابهار بندر پرانیستل شو او له دې لارې له ډيرو هېوادونو سره راکړه ورکړه کیږي، نو افغان سوداګرو یو ځل بیا لیوالتیا ښودلې چې کار پيل کړي او د چابهار بندر له لارې له هندې او ځینو نورو هېوادونو سره راکړه ورکړه پيل کړي.
د چابهار بندر، د هند، ایران او افغانستان د درې اړخیزه هوکړې په اساس رامنځ ته شو، که څه هم اوس دا بندر ډیر پراخ نه دی، خو د سوداګرۍ له پراختیا سره به بندر هم پراخیږي او له دې لارې ممکنه ده چې هر څومره پراخه سوداګري چې وغواړې کیږي.
د چابهار یوه لویه ځانګړتیا دا ده چې له دې لارې سوداګري ارزانه او اسانه ده، مالونه په کنه بیه لیږل کیږي او راوړل کیږي او دغه راز په لږه موده کې تر ټاکلي هدف پورې رسیږي.
افغان حکومت لکه څنګه چې ژمنه کړې وه، افغانستان د اسیا په څلور لارې بدلوي چې بیا به پآکستان هم له دې څلور لارې تیریږي او انشاءالله دا ورځې نږدي دي، د چابهار له بندر وروسته د مرکزي اسیا د ریل پټلۍ خط دی چې چین، مرکزي اسیا ان تر اروپا پورې سره نښلوي.
افغانستان به له دې درکه زیات عواید په لاس راوړي او هر هېواد ته به یې د سوداګرو لاس راسی اسانه او ارزانه شي، یواځې د خلکو ملاتړ ته ضرورت دی چې حکومت سره لاس یو کړي او د مخ پروړاندې افغانستان لپاره یې ارمانونه پوره شي.
د چابهار بندر تر څنګ د ټاپې، کاسا زر، ټوټاپ او ټا پروژې هغه ستر پرمختګ دی چې په تطبیق سره یې افغانستان له ځمکې څخه اسمان ته پورته کیږي، په دې برخه کې به افغانستان د عوایدو تر څنګ ګاز او برښنا هم لاس ته راوړي او د سیمې هېوادونه به د خپلو پروژو د ساتنې لپاره افغانستان کې د ثبات لپاره کار وکړي.
افغانستان اوس له احتیاج څخه د وتلو په درشل کې دی او د دې کار لپاره ولسمشر غني داسې تګلارې لري چې د سیمې هېوادونو د افغانستان د جغزافیه ارزښت وښيي او نور هېوادونه افغانستان ته محتاج شي او په هره برخه کې د افغانستان احسانمند وي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply