څیړونکي پلاوي: اصف مومند د عطاءمحمد نور په امر نیول شوی

comments 0

هندوکش – بلخ: څیرونکي پلاوي وایې چې آصف مومند چې تیره اونې ناڅرګنده وسله والو لخوا نیول شوې وه په اصل کې د نوموړي نیولو امر د بلخ والي عطا محمد نور کړې وو.
دغه څرګندونې تیره ورځ د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د کورني تفتیش مشر عبدالحبیب جبارخیل کړي دي.
پلاوي وایې چې اصف مومند د بلخ د والي عطا محمد نور په امر نیول شوي ، نوموړی وهل شوی او شکنجه شوي دي.
عطا محمد نور دغو استازو ته دا هم ویلي چې:«اصف مومند پر فېسبوک او رسنیو پر ده “اتهامات درلودل”او ده هم پر ښاغلي مومند تورونه درلودل چې د نیولو لامل یې شو».
د بلخ د ولایت ویاند منیر فرهاد که څه هم تېر کې دا ادعا رد کړې خو د څېړونکي پلاوي د دې غړي څرګندونو په اړه يي لا تراوسه څه نه دي ويلي
دا په داسې حال کې ده چې بلخ د ولایتی شورا غړی اصف مومند تېره اوونۍ مزار شریف ته له تګ وروسته نیول شوی و او همدارنګه ادعا کوي چې د بلخ والي او زامنو یې په خپل کور کې وهلی ټکولی دی.
نجیبه سروری

Comments

Leave a Reply