څو وزارتونه او اداري سره یو کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملکي هوایي چلند اداره او د ریل پټلۍ اداره له ترانسپورت وزارت سره او د ترافیکو ریاست د ټولګټو چارو وزارت سره یو ځای کېږي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې به دغه درې عمومي ریاستونه په دوه بیلا بیلو وزارتونو کې مدغم شي.
د دې فرمان له مخې به، د ټرانسپورټ وزارت په نوم یو نوی مرکزي اداري واحد جوړ شي.
چارواکي وایي، دا کار د اصلاحاتو، ښو خدمتونو وړاندې کولو او د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.
له دې وړاندې د ځمکو خپلواکه اداره هم د ښار جوړونې له وزارت سره یو ځای شوه.
وړاندیز دا دی چې د اقتصاد وزارت دې هم په سوداګرۍ او معادن وزارتونو کې مدغم شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments