څمکنیو کې خلک د افغان ځواکونو په ملاتړ راوتلي

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ سلګونه کسان راوتلي.
لاریون کې د څمکنیو تر څنګ د پټان لجه منګل او جاني خيلو لسګونه اوسیدونکي ګډون لري.
لاریون کوونکي چې د افغان ځواکونو او پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ شعارونه ورکوي او د ډیورنډ کرښې په لور روان دي.
دوی وایي چې د ملي اردو د منحل کیدو اجازه چاته نه ورکوي او د سر په بیه ترې ملاتړ کوي.
لاریون کوونکي همدا راز وایي چې پاکستان کې دې د پښتنو وژل ودرول شي.
عمران احمدزی

Comments