څلویښتو کلونو وروسته امریکا وتوانیده پاکستان له ترهګرو نه د ملاتړ په لیست کې شامل کړي

comments 0

هندوکش – امریکا: ولسمشرې مانۍ نه په خپور شوي خبر کې راغلي دي چې امریکا خپل استراتیژیک دوست له څلویښتو کلونو وروسته د هغو هیوادونو په نوم لړ کې زیات کړ چې په نړۍ واله کچه ترهګړ روزي.
خبر کې ویل شوي چې د امریکا متحده ایالاتو پاکستان د هغه هیوادونو په نوم لړ کې ورزیات کړ چې ترهه ګر روزي‌او خوندي پټنځایونه ورکوي .
کوم لیک چې ولسمشرې ماڼې نه رسنیو ته استول شوې دې پکې راغلي چې دغه معلومات دافغانستان دولت ته په رسمي توګه ورکول شوي دي.
نړې او د پاکستان سیمه ییز هیوادونو له پاکستانه په دې ارتباط اړیکې کم کړي دي چې خپلې خاوړې کې ترهګړ روزي او هغوي ته پتنځایونه ورکوي خو پاکستان دغه ادعاوې تل رد کړي دي.
د افغان حکومت دوامداره هڅې ددې لامل شو چې وتوانیږي پاکستان نړۍ والي ټولنې ته یو ترهه ګر هیواد وروپېژني .
افغانان له دې امله له پاکستان سر تکوي چې له څلورو لسیزو پاکستان په افغانستان کې د سیاسي‌او پوځي مدا خلت ترڅنګ داسي بربنډه مداخله کوي چې هیڅ اسلامې هیواد بل هیواد سره نکوي.
تروریزم په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپل کالني راپور کې لیکل شوي چې د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو د هغو ډلو پر ضد عملیات کړي چې د پاکستان په خاوره کې دننه جنګېږي، چې ښه بیلګه یې دپاکستاني طالبانو تحریک دی .
داغه راپور کې ویل شوي چې پاکستان د هغو ترهګرو ډلو( جیش محمد اولښکر طیبه ) ته په پراخ لاس اجازت ورکړی چې چاندې راټولي کړي او هم دارازد تروریستي بریدونو لپاره زدکړي وکړي .
د امریکا متحده ایالاتو دغه اقدام له هغې وروسته ترسره کیږي چې دونالد ترمپ افغانستان کې د سرتیرو ډیرولو په وسیله وښوده چې افغانستان ته نوې او مثبته استراتیژي لړي.
اوس مهال ولسمشر ټرمپ د امریکا دفاع وزیر، جیم متیس، ته واک ورکړې چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمیر پریکړه وکړي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply