څلويښت کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړتوب د دوه کورنیو ترمنځ هغه دښمني پای ته ورسیده چې څلويښت کاله یې پاللې وه.
ديني عالمانو او قومي مشرانو وويل، د سید بزرګ او رحمان الله کورنۍ له څلوېښت کلنو راهيسې يوه بل ته ګوته په ماشه وې ،چې په وينا يې د دوی په منځګړيتوب يوه د بلې دوسته شوه او له دښمنۍ يې لاس واخيست.
په دغه موده کې د سيد بزرګ له کوره يو تن او د رحمان الله له کور نۍ دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوی .
جرګه کوونکو او ديني عالمانو پريکړه وکړه، چې که کوم لوری پر بل تيری وکړي، دوی او حکومت دواړو ته به مجرم وي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply