څلور ولایتونو کې د تذکرو په ملاتړ غونډې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: په ځینو ولایتونو کې له حکومت څخه خلکو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د تذکرو د ویش بهیر ولایتونو ته وغځوي.
ولسونو له ارګ غوښتي چې د افغانانو په هویت دې معامله نه کیږي او نه دې چاته د دې وخت ورکوي چې امتیاز پرې واخلي.
پکتیا، خوست، هلمند او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د سه شنبې په ورځ پکې ولسونو د حکومت په ملاتړ غونډې کړي او له حکومت غوښتنه شوې چې ژر تر ژره دې د برښنایي تذکرو د ویش لړۍ پراخه کړي.
ارګ ته خبرداری ورکول شوی، که د برښنایي تذکرو پروسه د مصلحتونو له مخې بنده او یا ارګ کې انحصار کړي، دوی به لارو ته راووځي او حکومتولي به وننګوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply