څلور قراردادونه منظور شول

comments 0

15 Views

هندوکش – کابل: له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې ملي تدارکاتو کمېسیون د درې میلیارده افغانیو په ارزښت ۴ قراردادونه منظور کړل.
د ملي تدارکاتو کمېسیون اونیزه غونډه تیره ورځ د ولسمشر غني په مشرۍ جوړه شوه چې له مخې به یې د درې کلونو لپاره
د کندهار، هرات، مزارشریف او د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت د ټینګښت؛ د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د امو سیند حوزې پروژو د تفصیلي ډيزاین؛ د کابل ښاروالۍ اړوند د څوارلسمې ناحیې د زیربناوو د بیارغاونې پروژه او د ښارجوړولو وزارت اړوند ښاري معلوماتو مرکزي سیستم تړونونه منظور شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments