څلور طالب غړي قلعه زال کې وژل شوي دي

comments 0

هندوکش- کندز: د امنیتې ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د کندز ولایت قلعه زال ولسوالې کې د طالب وسله والو څلور تنه وژل شوي دي.
د ختیځ زون د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي وایي:« د پامیر پنځه موسمي عملیاتو په یو لړ کې ددې ترڅنګ پنځه تنه وسله وال ټپيان شوي هم دي».
نوموړی وویل چې :«په دې عملیاتو کې افغان امنیتي سرتیرو او ولسي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی».
خو طالب وسله وال تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسی حال کې ده چې د کندز ولایت امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو پروړاندې د “پامیر۱” په نوم د تصفیوي عملیاتو د پیلېدو خبر هم ورکړی وه. چې د شلمې فرقې ریس ارکان سید قربان موسوي په وینا:«عملیات به ترهغه وخته دوام ولري چې د دې ولایت د مرکز اړوند سیمې د طالبانو له وجوده نه وي پاکې شوي».
هیره دی نه وي چې تیره اوني هم د امنیتې ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د طالب مخالفینو ګن شمیر غړي کندز، بغلان، لوګر، لغمان، ننګرهار،زابل، نیمروز، ارزګان، وردک او هلمند که له منځه وړل شوي ول.

Comments

Leave a Reply