څرخ کې ۴ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ پل علم:د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې څلور وسله وال ووژل شول.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي چې تېره شپه د څرخ ولسوالۍ مولانا کوتل سیمه کې د بهرنیو ځواکونو الوتکې هغه فیلډر موټر په نښه کړ چې وسله وال په کې سپاره وو.

احمدزی زیاتوي چې دغه هوایي برید کې څلور طالبان وژل شوي دي.

څرخ په لوګر کې هغه ولسوالي ده چې د کورنیو وسله والو تر څنګ بهرني وسله وال پکې هم فعالیت کوي.

Comments