څارګره اداره: د انتر کانتیننټال هوټل په برید کې چاودیدونکې توکې پاکستان کې جوړ شوې وه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان څارګرې ادارې نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې پلازمېنه کابل ښار کې د انتر کانتیننټال هوټل په برید کې چاودیدونکې توکې د پاکستان په یوه فابریکه کې جوړه شوې وه.
د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه زیاتوي، چې د هوټل له مربوطاتو څخه له یوه موټر څخه ترلاسه شوي چاودیدونکې توکې د اسلام اباد په یوه فابریکه کې تولید شوې.
خبر پاڼې پر بنسټ، چاودېدونکو توکو پر بستې د فابریکې نښې لیدل کیږي چې د بیافوز کمپني له خوا تولید شوې ده.
د کابل برید په اړه د سپینې ماڼی ویاندې سارا سنډرزدوشنې په ورځ په یوه خبرې ناسته کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ ترڅو په خپل خاوره کې د طالبانو مشرانو د نیولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
نوموړې وویل «موږ پر پاکستان غږ کوو ترڅو د وسله والو طالبانو مشرانو د نیولو او یا هم د ایستلو لپاره ژر تر ژره ګامونه پورته کړي.»
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply