ځینې کمشنران له دندې لیرې کیږي

comments 0

هندوکش – کابل:د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ځينې کمينشران د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته له دندو لرې کېږي.
ځینو سرچینو ویلي، حکومت او نړیوالې ټولنې پرېکړه کړې چې د ولسمشریزو ټاکنو مدیریت نوي کميشنران وکړي.
بلخوا ویل کېږي، د ټاکنو کمېسیون په رهبرۍ کې به يو لړ اصلاحات رامنځته شي چې، ښايي د ټاکنو کمېسیون رهبري بدله شي.
کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې، د افغانستان په ټاکنیزو بنسټونو کې د جدي اصلاحاتو راوستل لازمي خبره ده.
امریکا سفارت ویلي، د ولسي جرګې په ټاکنو کې تخنیکي ستونزې او تېروتنې موجودې وې.
خو حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments