ځینو پانګوالو د پانګونې ژمنې کړې

comments 0

هندوکش – کابل: یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال چمتو دي چې په خوست کې د درملو، برېښنا، غیر الکولي مشروباتو، د نقلیه وسایلو د تمځایونو، تفریحي پارکونو، ځمکني ترمینل، لبنیاتو او کمپلکس جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.
افغان سوداګرو ولسمشر غني ته په متحده عربي اماراتو کې ویلي، چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د دې لپاره یې ځینې پروژې جوړې کړي او یو شمېر نورې تر کار لاندې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د صنعتي پارکونو او پانګونې لپاره ځمکه، برېښنا او نورې اسانتیاوې ورته برابروي او حکومت یې په خدمت کې دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments