ځینو وکیلانو ولې امنیت د رییس شا نیولې؟ سید عبدالله پآچا

comments 0

له هغې ورځې چې د ملي امنیت عمومي رییس له ولسي جرګې د باور رای اخیستې او په کار یې پیل کړی، له همغې ورځې یې د ولسي جرګې د ځینو غړو خپلسرۍ او ناقانونه کړنو مخه نیولې او اجازه یې نه ده ورکړې او د ملي ګټو خلاف لوی برنامې مخکې یوسي.

له دې وړاندې چې د ملي امنیت ریاست ته معصوم ستانکزی راته د ملي امنیت عمومي ریاست کې د ولسي جرګې د هر غړي فرمایش چلیده، خو کله چې ستانکزی د ملي امنیت د رییس په صفت راغلی، د ولسي جرګې لاسونه یې د ملي امنیت له ټولو ریاستونو لنډ کړي او اجازه نه ورکوي چې هر څه کې لاسوهنه وکړي.

د ولسي جرګې هر غړي به پخوا له ملي امنیت ریاست څخه فرمایشونه درلودل، لوی مجرمینو، قاچاقبرانو، داعش او طالبانو د خوشې کیدو هڅې به یې کولې چې ځینو قضیو کې به په دې بریالي شول چې کسان خوشې کړي، خو اوس دا هر څه بدل شوي دي، اوس چې مجرم د ملي امنیت تر نظر لاندې راشي، نیول کیږي او د جرم له ثبوت وروسته په زندان ننوځي او هیڅ وکیل ته اجازه نشته چې له زندان یې خوشې کړي.

د ملي امنیت د عمومي رییس لویه ځانګړنه دا ده چې د ولسي جرګې د غړو فشارونو ته نه تسلمیږي، هغه فشارونه چې ناقانونه وي او غوښتنې یې د ملي ګټو خلاف وي.

د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي کار کړی چې د ولسي جرګې د ځینو غړو پرضد تورونو په تړاو څېړنې وکړي او د ځینو وکیلانو پرضد اسناد هم شته چې نورو هېوادونو ته جاسوسي کوي،خو دا چې اوس اسناد یا تکمیل نه دي او یا وخت دا نه ایجابوي چې ښکاره یې کړي، نو د جرګې ځینو غړو یې بیا د استیضاح هڅې پيل کړي دي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون چې د زیاتو پيسو په مټ د ولسي جرګې لومړی مرستیال ټاکل شوی اوس هڅه کوي چې دا پيسې د ملي امنیت له ریاست څخه پوره کړي.

خو د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی هیڅکله چا سره په دې معامله نه کوي چې دی د ولسي جرګې له استیضاح بچ کړي، ځکه ستانکزی باور لري چې په جرګه کې ځینې وطن دوسته وکیلان شته چې د ملي ګټو لپاره به د امنیت او حکومت په څنګ کې دریږي او پردیپالو ته به اجازه ور نه کړي چې د امنیت رییس استضاح کړي.

همایون همایون، ظاهر قدیر، حمیدزی لالی او امثالهم ځکه د ملي امنیت د رییس د استیضاح لپاره کار کوي چې دا ډله د ایران، پاکستان او روسيې د ګټو لپاره کار کوي او د دې هېوادونو پرضد هیڅ ډول خبرې او ګام ورته د منلو نه دی.

په دې وروستیو کې چې د ملي امنیت عمومي رییس په افغانستان کې د روسیې، ایران او پاکستان له لاسوهنو پرده پورته کړه، دې ډلې ته یې بادارانو لارښوونه کړې چې د ملي امنیت رییس استیضاح او د باور رای ترې واخلي.

د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي هر څه په ښکاره ټکو له اسنادو سره ملي شورا او رسنیو سره شریک کړي چې ایران، روسیه او پاکستان د افغانستان په جګړه کې مستقیما لاس لري او هڅه یې دا ده چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پیاوړې کړي.

خو د همایون همایون ډله دا هیڅکله نه مني چې روسیه باندې تورونه ولګول شي، ځکه دا ډله له روسيې پيسې اخلي او له همدې درکه خپل مصارف پوره کوي، د دې تر څنګ دا ډله په هېواد کې انسان تښتونه، د نشه يي توکو قاچاق او ځینې نور مافیايي بانډونه لري او هڅه کوي په دې ډول فشارونو سره د ملي امنیت رییس باندې ځینې غوښتنې ومني.

ښه خبره دا ده چې اوس ټول افغانان په پارلمان کې دا یو څو غله پيژني او هر اقدام یې له غندنې سره مخ دی، دا ډله هر ځل د ملي ګټو خلاف دریږي او په ښکاره د روسیې لپاره جاسوسي کوي، خو په جرګه کې ځینې وطن دوسته وکیلان او ویښ افغانان به اجازه ور نه کړي چې د امنیت رییس څخه د باور رای واخیستل شي.

Comments