ځوان پوړ او دوی ته متوجې د مافيا او افراطيت ګواښونه: م ـ ودان

comments 0

0 Views

ځوانان انرژي لري، احساس لري،قرباني ورکولو ته تيار دي او په ريښتونې مانا غواړي چې ددې وطن د ښې راتلونکې کار وکړي ان که بیخي ددې ځوان وطني مينه اډو په زړه کې نه وي دا چې ځوان دی راتلونکې لري د خپل ځان او راتلونکې ګټې په خاطر هم نن تر غلا صداقت، تر خوبه ډير کار او تر مضر احتیاطه چټک سمون ته لومړيتوب ورکوي.

د طالب پر ضد قلم خوځونکي يا مخالف ځوانان په ولايتونو او لرو پرتو سیمو کې څه چې ان د کابل په زړه او د لويو ښارونو په امن سیمو کې هم د طالبانو، داعش، حقاني شبکې او دې نورو ترهګرو ډلو له مبلغينو،مسولینو او د هدفي وژنو له ګروپونو خوندي نه دي، په کابل کې چې امنيت پکې ښه دی، نظام پکې پياوړی دی د طالبانو داسې مبلغين او پلویان شته چې په ډاګه ځوانان ګواښي، په ناستو کې يي مخالفت کوي او بیا يي په پټه له نورو سره د مرګ او يا شخصيتي ترور پر افسانوهم کار کوي، کابل ميشتي روڼ اندي ځوانان زما دا خبرې تر نورو ښې درک کولای شي ځکه ډير يي قرباني شوي او ډير نور د نه قرباني کيدو له امله يا غلي دي او يا له يو بې رحمه دښمن سره د سر په بیه مبارزه کا.

هغه ځوانان چې په نظام کې د ماموریت، مدیریت، ریاست، معينت يا معاونيت تر حد پورې رسيدلي دي په خپله اداره کې له پخوانيو مامورینو سره يو لوري ته په پټه جګړه بوخت دي او بل لوري ته د سمون په خاطر چې هر قدم ږدي جنګسالار، چورواکی، غاصب،غل او کمیشنکار يي نه يوازې مخه نيسي بلکه د سمون مسير يي بدلوي او ان په مرګ يي ګواښي.

همداسې دا هم باید هیره نشي چې په هره اداره کې ګمارل شوی ځوان يا د هرې ادارې له لوري ګمارل شوی ځوان چې کله د سمون په برخه کې له غبرګون سره مخ کيږي مرکزي ادارې يي يا هيڅ ملاتړ نه کوي او يا يي د سمون پر ضد د غله او غاصب د غوښتنو منلو ته اړباسي چې په داسې يو وضعيت کې ځوان ته چې غرور لري او انرژي لري نه يوازې کار کول ډير سخت وي بلکه له يوې باطني ستړيا وروسته يا له نورو سره د ددې وطن د بربادۍ، فساد او غلا د جوال خولو نيسي او يا له دندې لاس په سر کیږي او يوازې ددې په فکر کې وي چې دی باید ژوندی پاتې شي او بس.

ځوانانو ته دواړه متوجې ګواښونه ډير جدي دي ځکه طالبان په تياره افکارو کې خپلې ګټې لټوي او جنګسالاران بیا په ديکتاتوري او ګوتڅنډنه کې خپلې ګټې، دلته د طالب او جنګسالار تر منځ ستر توپير يوازې د څيرې په لحاظ دی له فکري پلوه دا نني د سمون پر وړاندې ولاړ جنګسالاران او  غاصبين پروني طالبان وو په دې مانا چې ښونځي يي سوځول، خپل هیوادوال يي د کمونيست، کافر، جاسوس او پردي پالي په نوم وژل،لارې يي په بمونوالوزولې، د هوساينې او بساينې مخه يي نيوله، د برښنا بندونه يي وران کړل، کابل يي کنډواله کړ، جوړ پوځ يي د پاکستان په خاطر ټوټه کړ، الوتکې او ټانګونه يي پر پاکستان وپلورل او لنډه دا چې څه يي وس وو هغه يي وکړل او نن داده د تمدن، معقول سياست،واجب الاحترام او حقدارۍ دعوې هم لري، برنيو ټکو ته د اشارې څخه مې موخه دا نه ده چې زه به د مجاهد پر وړاندې د وخت د نظامونو دفاع کوم بلکه په ځغرده وايم چې د مجاهد پر وړاندې د کمونیزم ولاړو لښکريانو نه يوازې سهوې وکړې بلکه ددې وطن د بدبختۍ تهداب دوی کيښود، روسي يرغل ته دوی زمينه سازي وکړه او په دې هیواد کې ۴۰ کلن ناورین ته  دوی فرصت برابر کړ چې د مجاهد سره څنګ په څنګ به دوی ټول د وخت تاريح محاکمه کړي، خو دا چې موږ خپل وطن وران کړ، خپل بچي مو و وژل، خپل ځان مو خراب کړ او چې هرچا په هر نیت جوړ کړي وو موږ خپل سيستمونه ونړول دا نه د منلو دي او نه به يي څوک له مجاهد، طالب،کمونيست، منځ لاري او تندلاري سره ومني.

د دوی تر منځ بل ستر توپير دادی چې طالبان پرون مفتیان او دا نن  د استازي، وکيل،مخور او متنفذ په نوم موسمي را ټوکيدلو څيرو يي د سرتیرو رول لوباوو خو نن کیسه برعکس شوې د طالبانو پرونی بادار او حامي يانې غرب نن دښمن شوی او هم هغه د پرون ورځې سرسختی دښمن او سور کافر يانې مسکو دوست شوی دی،طالب اوس يوازې فتواوې نه ورکوي بلکه مفتي چاړه په لاس کې اخیستې سر هم غوڅوي، لاس هم غوڅوي، ډاګيزې محکمې هم جوړوي، ما هم وژني او تا هم وژني، د مفتي فتواوو دومره پرمختګ کړی چې ښونځي هم کافران شول، د برښنا پايي هم کافرانې، هغه چې برښنا لري هغه مرتد شول او هغه چې نه يي نلري هغوی ته که د دوی په زړه ورکول شي ثواب دی.

بله لويه ستونزه چې ځوان کهول ورسره مخ دی په تعليمي او فکري ادارو کې د افراطي اشرارو نفوذ دی يو ځای به ګورې چې حزب التحرير به څو تنه پيدا کړي وي د خلافت ډنډورې به ډنګوي، بل ځای به ګورې چې جمعيت اصلاح به د پاکستان د جماعت علمای پاکستان افکار ور پيچکاري کوي، بلځای کې به يي ګورې چې داعشي ويروسونه به ور ته تطبيق کیږي اوپه بل ځای کې بیا له نژادي، مذهبي،قومي، سمتي او يا ژبني پلوه د نورو په اشارو تغذيه کيږي.

ځوان کهول دې ستونزو ته که څه هم متوجې دی خو په دودیزه ټولنه کې دا چې وايي پلانی مشر دی او تر تا يي څو جوړه جامې ډيرې زړې کړي دي نشي کړای غږ را پورته کړي او د ټولنیز سمون تر څنګ د اقتصاد، سياست، کلتور او فرهنګ په برخه کې د نړۍ له دې شته اړتيا سره سم حرکت وکړي.

اړتیا ده چې ددې ټولنې شعوري مشران او پخواني هغه چې درد يي په زړه کې دی او د ښې راتلونکې ارمان لري له ريښتونو ځوانانو سره څنګ په څنګ ودريږي او د سمون لپاره پيل شوی يون د څو غلو، غاصبينو، مافيايي کړيو او يا کمیشنکارانو د شخصي ګټو ښکار نکړي.

 

Share this page to Telegram

Comments