ځوانان باید کاذبه نشه و نه لري // سید عبدالله پاچا

comments 0

د ځوانانو په فکرو کې مو د خیالي اسلامي خلافتو راوستلو یوه کاذبه نشه پرته د، دوی فکر کوي بیا به داسې وخت راشي چې عربان به مو خلیفه ګان وي او افغانان به یې لکه ابو مسلم خراساني عسک، بیا به بیت المقدس ونیسي، اروپا به ونیسي، امریکا ته به ماتې ورکړي، چین به هم را لاندې کړي…. په ټوله نړۍ به اسلامي خلافت حاکم وي، کفار به په تیښته او ډار کې وي او د مسلمانانو به مزې وي.
دا نشه دا څو سوه کاله مسلمان ځوانانو ته ورکول کیږي او د همدې نشې په وجه له ځمکنیو حقایقو لرې ساتل کیږي، د دې نشې د حقیقت ښودلو لپاره بې شمیره کتابونه لیکل شوي چې تر ډیره پکې مبالغوي قیصې او نیم ریښتیا لیکل شوي تر څو د ځوان نسل ماغزه سم ومینځي.
د همدې نشې په زور د امت د یووالي په نوم دښمن تل په دغو ځوانانو خپل جوړ دولتونه او قوي ملتونه له مینځه وړي، دا نشه چې د چا سر کې ننوتې هغه بیا خپل اورونه نه ویني خو د پردیو اورو د مړ کولو لپاره له خپل سره هم تیریږي.
نن زمونږ یو زیات شمیر ځوانان بالخصوص د هجرت نسل په خپلو مغزو کې دا کاذبه نشه لري، ځکه خو کله د کشمیر جنګ ته منډې وهي او کله د چیچنیا او فلسطین جګړو ته نوملیکنه کوي.
خو مطمین اوسئ چې د دینو په نوم یو ځای کیدل نور نشته، هیوادونه که یو ځای کیږي هم نو د ملي ګټو په اساس به یو ځای کیږي، د خیالي خلافتو او اسلامي ورورولۍ نشه مو نور له فکره وباسئ ځکه حقیقت کې دا شیان نه پخوا وو او نه هم اوس شته هسې د مذهبیانو په دروغجنو افسانو مه غلطیږئ، عربو تل ځان په نورو پورته ګڼه او نور یې لکه عسکر استعمالول.
د دې کاذبې نشې په ځای ځمکنیو حقایقو باندې ځان پوه کړئ او په اوسني وخت کې خپل ځان او خپل ځای وپيژنئ، دوست او دښمن مو د عقیدې په ځای د ملي ګټو په رڼا کې معلوم کړئ. اول خپله په پښو ودریږئ بیا بل ته لاس ورکوئ، که د ګټو خبره راشي نو که قدس د فلسطین هم شي ګټه به یې لکه سعودي خپل ځانته وي.
لنډه دا چې د چا په فکر کې چې دا ډول کاذبه نشه وي هغه د خپل ځان او خپل هیواد په تاوان دی. همداسې خلک تل نورو د جهادو تر چتر لاندې د خپلو ګټو لپاره استعمال کړي، دا ځای دې نښه وي، که په کشمیر کې د هند او پاکستان تر مینځ جګړه هم شي نو د ګلخانانو تر څنګ به ډیر افغاني ګلخانان هم د جهاد لپاره ورشي.
ډیری وخت چې جګړې کیږي نو په څو خطو کې کیږي، مثلاً له انګلیس سره زمونږ ډیری جګړې په مشرقي، جنوب او جنوب غرب کې شوي، په ځینو خطو کې مو دوی مات کړي او په ځینو کې یې مونږ مات کړو، خو جګړې ته که په جامع شکل وکتل شي نو ګټه او تاوان یې سنجول کیږي.
برتانیې مونږ د ګندمک او ډیورنډ په تړونو غوټ مات کړو، مونږ که څه هم ډیر زور وواهه خو بیرته مو دغه خپلې سیمې ترینه ونه نیولای شو، ځکه مونږ نشو ویلای چې مونږ برتانیې ته ماتې ورکړه، مونږ به هغه وخت برتانیې ته ماتې ورکړې وای چې لږ تر لږه مو ترینه خپل نیمايي افغانستان په زور بیرته نیولای وای.
خو تریخ حقیقت دا دی چې مونږ کې دومره زور نه وو چې برتانیې ته شکست ورکړو او خپل نیم وجود ترینه بیرته ونیسو، ځکه نو اوس یې په هغو یو څو خطو کې د ګټل شویو جنګو په قیصو شخوند وهو خو دې ته نه ګورو چې نوره جګړه مو بایللې.
د دې مبالغوي قیصو یو دلیل زمونږ غلط تاریخ دی چې زمونږ نااهله باچاهانو د ملت د غلطولو او د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پخپله ګټه لیکلی.
کله مو فکر کړی وي، د تاریخ کتابونه مو وايي چې ډاکټر برایډن یوازینی انګلیس وو چې جلال آباد ته نیم ژوندی ورسید او پدې ترتیب افغانانو برتانیې ته لمړۍ افغان انګلیس جنګ کې شکست ورکړ، خو څوک دومره پوښتنه نه کوي چې جلال آباد خو له انګلیس سره وو، نو آیا له کابل نه شړل او په جلال آباد کې د انګلیس په قدرت کې پاتې کیدل د انګلیس ماته وه؟

Comments