ځايي خلک: هرات چاودنه ترشا د ایران لاس دې

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: ځايي چارواکې هرات کې وایې چې د تیرې ورځې بړید تر شاه چې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ایران دې.
د هرات ولایت په جامع جومات کې تیره ورځ چاودنه ترسره شوه چې له امله یې ۲۰ تنه مړه او ۱۶ تنه زخمیان شوي دي.
د هرات والي ویاند وایي چې چاودیدونکې مواد په موترسایکل کې ځای پر ځای شوي وو چې له امله یې دغه پیښه رامنځته شوه.
هرات کې سرچینې وایې چې ایران لخوا هرات کې څرګندې مداخلې کیږي او شاهین کوهستاني د هرات ولایت یو عام وګړي پر ایران تور پورې کړې او لیکې چې: انفجار در هرات کار سپاه پاسداران ایران است که میخواهد خیمه های طرفدارانش را روی جاده های شهر هرات به این بهانه به نمایش بگذارد .هراتی های عزیز بیدار باشید. آله دست نشوید.
وسله والو طالبانو ترڅنګ داعش ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي خو ځیني بیا وایې چې کیدای شي دا چاودنه داعش ډلې ترسره کړي وي ځکه داعش مسجدونو کې زیات شمیر حملې کوي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply