ځانګړو ځواکونو چمتال کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ بلخ: د ملي  امنیت ځانګړو ځواکونو د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې شپني عملیات کړي دي.

له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عملیاتو کې ۱۱ طالبان وژل شوي، ۶ ټپيان دي او یو شمېر سپکې او درنې وسلې د دوی لاس ته ورغلې دي.

ملي امنیت وايي، یادو کسانو پلان درلوده، چې د مزار شریف ښار په بېلا بېلو برخو کې وسله والو بریدونه وکړي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Comments