ځانګړو ځواکونو د حقاني شبکې پخوانی غړی او د داعش د خراسان ډلې مطبوعاتي مسؤل نیولی

comments 0

هندوکش ـــ ننګرهار: د افغان ځانګړو ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې، ننګرهار کې د داعش مطبوعاتي مسوول، حماس ونیول شو.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د یادې ډلې شپږ نور غړي هم نیول شوي دي.
خوګیانی زیاتوي ، د داعش دغه غړي د سره رود ولسوالۍ په په سیاف فامیلو سیمه کې پرون (جمعه د تلې په ۱۱مه نېټه) نیول شوي دي.
خوګیاڼی وړاندې وايي چې له مسوولینو سره د شریک شویو معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
که څه هم خوګیاڼي د عملیاتو څرنګوالي او د نیول شوي کس په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي، خو یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي چې یاد کس د لومړنیو تحقیقاتو په ترڅ کې اعتراف کړی چې د داعش د خراسان ډلې د مطبوعاتي کارونو مسؤلیت یې لره، سرچینه وايي چې دغه کس منلې چې لدې وړاندې یې د حقاني شبکې غړیتوب لره او په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو سره سم د یو شمېرو نورو ملګرو سره یو ځای د دغه ډلې سره یو ځای شو.
فرهاد شهراني

Comments