ځانمرګې ماشوم له بریده مخکې ځان پولیس ته تسلیم کړ

comments 0

هندوکش – کندوز: د کندز ولایت پولیسو قوماندانې نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې یولس کلن هلک یې د ځانمرګي برید نه مخکې کابل بندر کې ونیوه.
حميدي د کندز امنیه قومندان رسنيو ته وويل: “ماشوم عصمت الله نومیږي چې میدان وردکو اصلي اوسیدونکې دې څو ورځې وړاندې د کندز ولایت امام صاحب درۍ ته د دیڼي درسونو زده کړې په موخه راغلې وه چې ښوونکو لخوا نوموړې ځانمرګې بریډ ته تیار شوې وه.
خبرپاڼه زیاتوي چې په څیړنه کې نوموړي اعتراف کړي چې ښووتکو لخوا ځانمرګي برید ته هڅول شوې ول او نوموړي ته ویل شوي وو چې تول امنیتي ځواکونو کافر دې او دهغوي پر وړاندې جهاد روا دې او هر چاچې د امنیتي ځواکونو پر وراندې جهاد وکړ او مړ شو ځاې یې جنت دې.
د یادونې وړ دې چې تردې مخکې طالب وسله والې ډلې سن لاندې ماشومان استخدام کړې او ځانمرګو بریدونو ته یې تیار کړي چې راپورونو ښيي دغو ماشومانو سره جنسي تیره هم طالبانو لخوا شوې وې.
شاه رسول غزنوی

Comments

Leave a Reply