ځانمرګې بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې ووژل شو

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل ښار اړوند شهرنو کې یو ځانمرګې برید امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شو.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند حشمت ستانکزي وايي، چې پیښه شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د شهر نو پارک ته څېرمه رامنځته شوې ده.
ستانکزي زیاته کړه، چې یو ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د شهر نو په مربوطاتو کې ځانمرګي برید ترسره کړي، خپل موخه ته د رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دي.
په یاده پیښه کې یوازې ځانمرګي بریدګر وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتې
تردې دمه د یاد برید مسوولیت چا په غاړه نه دې اخیستې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments