ځانمرګي د ایمان جذبه، که جهالت / نوید احمد څرک

comments 0

طالبانو او نورو ترهګرو ډلو کلونه افغان ځوانان په دې تېر ایستل چې ځانمرګی برید قوي جذبه او ایمان غواړي، کلونه یې په همدې پلمه ځوانان جذب کړل او نور خلک یې پرې قتل عام کړل.
طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د دې کار لپاره د قران کریم ایاتونه تحریف او د احادیثو ناسمې ژباړې او تفسیرونه وکړل چې د خپلو شومو ګټو لپاره په جګړه کې د ځانمرګو بریدګرو څخه کار واخلي.
له کلونو راهیسې په همدې تړاو د حق علماوو خپل غږ پورته کړی چې ځانمرګي بریدونه اسلام کې حرام دي او په دې تړاو یې بیلابیل قراني ایاتونه او احادیث د اثبات لپاره راوړي دي، خو بیا هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په فریبانه تبلیغاتو ځوانان تیر باسي او د ځانمرګو بریدونو دا لړۍ روانه ده.
کابل کې د میلادالنبي پر غونډې برید چې دیني علماء او د قران حافظان پکې شهیدان او ټپيان شول دا وښودله چې ترهګر په هیڅ دین او مذهب نه دي، بلکې انسانیت ته هم احترام نه لري.
د کابل په یو هوټل کې د میلادالنبي په مناسبت جوړې شوې غونډې ته له بیلابیلو ولایتونو څخه دیني علماء راغلي و چې د حضرت محمد ص په سیرت او صورت باندې خبرې وکړي، خو یو وحشي ځانمرګی چې نه یې دین پيژنده او نه انسانیت، راغی او د دیني علماوو په غونډه کې یې ګډون وکړ.
زموږ د خوږ پیغمبر حضرت محمد ص قدر د نورو دینونو خلک له دې امله کوي، چې هغه یو ښه رهبر و او په کم وخت کې یې دومره پيرویان پيدا کړي چې نړۍ هیڅ یو پیغمبر او رهبر دومره پيرویان نه لري.
یو وحشي صفته انسان چې د مذهب په نوم ځان پورې چاودیدونکي توکي تړي او بیا د دیني علماوو په منځ کې په کوم نوم ځانته چاودنه ورکوي.
د کابل برید چې هر څومره وغندل شي کمه ده، هر څومره چې ترهګري وغندل شي کمه ده، هر څومره چې ځآنمرګی وغندل شي کمه ده، که دیني علماوو ته درناوی نه کیده، بیاد میلاد غونډې ته درناوی شوی وی، په کوم باندې ځانمرګی راغی او برید یې وکړ، ولې یې برید وکړ، په چا یې برید وکړ، په کومه موخه یې برید وکړ، ایا دیني علماوو وژل روا دي، ایا دا برید څوک توجیه کولای شي؟
دا برید په خپل ډول کې نوی دی، خو لومړی برید به نه وي، افغانان او په ځانګړي ډول دیني علماء باید د ترهګرۍ پروړاندې سره یو شي، که نه یو یو به مو وژني، ترهګر نه اسلامیت نه پيژني او نه انسانیت، ترهګر یواځې ویره خپروي او ویره هلته خپریدای شي چې زیات خلک هدف وګرځي او زیات خلک ووژل شي.
کلونه دیني علماء د ترهګرۍ پروړاندې چوپ پاتې شول، یا ډاریدل او یا یې په یو ډول توجیه کول، خو اوس مالومه شوه چې ترهګرۍ قرباني یواځې حکومت او دولت نه دی، ترهګر یواځې د دولت او حکومت دښمنان نه دي، ترهګر د ټول افغانیت، اسلامیت او انسانیت دښمنان دي.
اوس هم وخت دی چې د ترهګرو پروړاندې سره منسجم شو او پرضد یې غږ پورته کړو، د اسلام له نظره د ترهګرۍ اصلي تعریف وړاندې کړو او په دې تړاو باید له هر ممبر غږ پورته شي.

Comments