پېښور کې د ولسي خلکو اعتراض؛ وايي د حقانیه مدرسې ټول پرسونل ترورېستان دي

comments 0

هندوکش ــ پېښور: نن یکشنبه سلګونه خلک پېښور کې د “دارالعلوم زبیریة” مدرسې مخې ته را ټول شوي او اعتراض لري، چې د دغه مدرسې ټول پرسونل ترورېستان دي، په یوه ویډیو کې ښکاري چې د لاریونوالو مشر د پاکستاني پولیسو د یو افسر سره په ډېره تونده لهجه خبرې کوي او له پولیس افسر پوښتي چې دا ملایان دي او که بدمعشان؟!
د لاریونوالو مشر پوښتنه کوي«دا سبقې زده کوي او که ترورېستان دي؟» د لاریوالو دغه مشر د پولیسو سره د مدرسې د زده کوونکو او استادانو په اړه له تفصیلي خبرو وروسته وایي چې دا ټول «دهشت ګر» دي.
دغه مدرسه د پېښور دیر کالونۍ په رېنګ روډ پراته ده، چې د مولانا سمیع الحق له اکوړه دارالعلوم حقانیه مدرسې سره تړاو لري.
د حقانیه مدرسې مؤسس مولانا سمیع الحق دی، نوموړی وسله وال طالبان خپل معنوي پلار بولي.
تېره میاشت د پاکستان په اکوړه خټک کې د حقانیه دارالعلوم اوسني مشر او د مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق وویل چې د دوی له مدرسو فارغ شوي زیاتره طالبان اوس د طالبانو مشران دي او ویاړي چې دوی په افغانستان کې د نړۍ ستر زبر ځواکونه مات کړي دي.
نوموړي په افغانستان کې روانه جګړه جهاد بللی و او ویلي یې و «روسیه د دارالعلوم حقانيه د مدرسې د فارغینو په لاس ټوټه شوه او امریکا هم دا دی بیرته تګ ته اماده شوې ده.» هغه زیاتوي چې موږ په دې کار ویاړو.»
دادان وزیري

Comments