پینټاګون: افغانستان طالبانو پر وړاندې نوي کړنلاره ترتیبوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا : شاوخاو ۱۶ کلونو وروسته افغانستان پر داسې تګلارې استفاده کوي چې له مخه یې د ترهګرو پر وړاندې جګړې دګر مات کړې.
اسوشیتید پرس نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې کابل په لمړیو مرحلو کې تیارې نیسي چې افغان ځواکونه جوړ او پیاوړې کړي ترڅو وکولای شي ۲۰۱۹ کال کې ترهګرو پر وړاندې ډله ییز بریدونه ترسره کړي.
د ویب پاڼې په وینا دغه نوې تګلاره څلور مهم عنصورونه لړي چې:
1. د افغان اردو جنګیالیو د وړتیا زیاتوالې.
2. د ښه مشرانو ګمارنه.
3. فساد سره مبارزه.
4. د ځانګړو ځواکونو ډیروالې.
ریپورت وایې چې افغان حکومت دغې کړنلارې سره هڅه کوي چي امریکا ته ځان یو باثباته امنیتي ملګړې ثابت کړي او شته ننګونو پر وراندې خپله اراده وښيي.
راپور کې د متحده ایالاتو پر نوي ستراتیژي چی ولسمشر دونالد تړمپ دفاع وزیر جیمز میتس ته د افغانستان په اړه د لا زیاتو سرتیرو استولو لپاره واک ورکړې بحث شوي نه دې. خو اوس مهال افغانستان کې امریکا ۸۴۰۰ سرتیرې لړي چې ماموریت یي سلا مشورې دي.
په هرې شپږې میاشتې کې پنتاګون افغانستان په اړه کانګرس ته مفصل ریپورت وړاندې کوي چې دا ځل ریپورت کې ویل شوې ول چې پاکستان شته ترهګرو ډلو ته خپلې خاورې کې مرستې کوي او پتنځایونه برابروي.
د افغانستان اخیرني بړیدونه پاکستان کې وسله والو ډلو ته منسوب شوي او ویل شوي چې حقاني شبکه او طالبان اوس هم پاکستان کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي چې همدا لوې علت دې چې افغانستان او پاکستان ترمڼځ اړیکې خراب شي.
په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات پر خپلې نوې استراتیژي کار کوي افغان حکومت هم ترهګرو سره مبارزې لپاره نوې تګلاره جوړوي چې کیداي شي پایلې مثبتې وي.
فکور نعیمې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply