پکتیکا کې یو تن ترهګر ژوندی نېول شوی دی

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: د پکتیکا ولایت یوسفخېل ولسوالۍ کې اړوند د شهرا ټولي پولیسو له یو تن ترهګر چې په لویو لارو کې له موټر چلوونکو څخه پیسې اخیستلې او غلاوې یې کولې نیول شوی دی.
یاد کس چې د حماد ترهګرې ډلې غړی دی د پولیسو په لباس کې د پولیسو د بد نامولو په موخه غلاوې کولې.
د یادونې وړ ده چې له یاد کس سره یو میل کلاشنکوف، یو موتر سایکل او یو شمیر نغدې پیسې هم نېول شوي دي.
عمران احمدزی

Comments