پکتیکا کې کرنیز فارم جوړیږي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: په پکتیکا کې د یوولس میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز فارم جوړیږي.
تیره ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، چې په مرکز ښرنه کې یاد فارم د کرنې ریاست په چوکاټ کې جوړیږي چې له مخې به یې په کرنیزه برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.
د پکتیکا د کرنې او مالدارۍ رئیس نورالله سباوون وایي، یاد فارم په څلوېښت جریبه ځمکه کې جوړیږي او چارې به یې په راتلوونکو درې میاشتو کې پای ته ورسیږي.
سباوون وایي، فارم کې به بېلا بېل ډوله نیالګي تولیدوي، کرونده ګرو ته به مسلکي کارونه ورښیي او د سولر او اوبو سیستم ترڅنګ به نور اړین سهولتونه ولري.
پکتیکا والي زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د نورو پروژو ترڅنګ د پکتیکا په ارګون او مرکز ښرنه کې د شاوخوا ( ۱۴۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې دوې لویې پروژې پیل شي.
عمران احمدزې

Comments