پکتیکا کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش ـ ښرنه: د پکتیکا یحی خېلو ولسوالۍ بازار کې چاودنې درې تنه وژلي او دوولس نور یې ټپیان کړي دي.

چاودیدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.

د ښرنې ولایتي روغتون چارواکي وايي، دوی ته د ور وړل شویو د دولس ټپیانو له ډلې د څلورو حالت نازک دی.

د یحی خېل ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد رضا باچا بیا وايي، چاودنه کې یو پولیس او  دوه ملکي وګړي وژل شوي او د یو پولیس په ګډون شپږ تنه نور ټپیان دي.

چاودنه په بازار کې شوې چې له ګڼې ګوڼې ډک وي او زیات خلک د اړتیا وړ توکو پسې دې بازار ته راځي.

Comments

Leave a Reply