پکتیکا کې له جګړه زیات خلک بې ځایه شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: پکتیکا کې د جګړو له امله داخلي بې ځایو شویو کورنیو تعداد زرګونو ته رسېږي خو د د امکاناتو د کموالي له امله یې له سلګونو کورنیو سره مرستې شوي دي.
د پکتیکا د کډوالو او بیا راستنېدو چارو ریاست وايي، نړیوالي ټولنې باید په دې برخه کې پکتیکا ته پاملرنه زیاته کړي، ترڅو د ټولو بې ځایه شویو کورنیو لاسنیوی وشي.
بلخوا هغه داخلي بې ځایه شوي چې تازه یې مرستې تر لاسه کړي خوښ دي، چې ژمی به یې ښه تېر شي.
پکتیکا کې د جګړو له امله پر داخلې بې ځایه شویو سربېره د وزیریستاني کډوالو زرګونه کورنیو هم د مرستو له کموالي شکایت کړی.
عمران احمدزی

Comments