پکتیکا کې لاریون وشو

comments 0

هندوکش – پکتیکا: پکتیکا کې سلګونه کسانو د یو لاریون په مهال له مرکزي حکومت وغوښتل چې ددغه ولایت د ځانکړو ځواکونو د قوماندان عزیز الله کاروان د وژلو عاملین دې پیدا او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
لاریون کوونکو د کابل پر امنیتي چارواکو نیوکه درلوده چې د کاروان قاتلین ترې روغ تښتیدلي.
دوی وايي، تر هغې چې د عزیز الله کاروان د وژلو قضیه په بشپړ ډول نه وي څېړل شوې دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي.
د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې نن ددغه لاریون له امله د ولسوالۍ بازار هم تړل شوی وو.
دپکتیکا د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان عزیزالله کاروان دتیرې جمعې په شپه د کابل په مکرویانو سیمه کې له خپل ساتونکې سره ووژل شو.
عمران احمدزې

Comments