پکتیکا کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا پولیس وایي، په ووړممۍ او وازیخوا ولسوالیو کې دوولسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال عبدالروف مسعود وايي، په وړممۍ کې تېره شپه افغان ځواکونو طالبانو ته کمین نیولی وو، چې د جګړې پرمهال دری طالبان ووژل شول او یو ټپي شو.
مسعود زیاتوي د وازیخوا په ولسوالی کې تېره ورځ څو ساعتونه د طالبانو سره جګړه شوې، چې پر مهال یې اتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
هغه وايي، مالومه نده چې په اتو تنو کې څو وژل شوي او څو ټپیان دي.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply