پکتیکا کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا په سرروضې ولسوالۍ کې له پولیسو سره په نښته کې دوه طالبان وژل شوي او دوه ټپیان دي.
د پکتیکا د امنې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وایي، دغو طالبانو ته تېره شپه د ښرنې – ارګون پر لویه لار د سرروضې ولسوالۍ د شاطورو پر پوسته د برید پر مهال مرګ ژوبله اوښتي.
ارین وايي، په یادو سیمو کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دی.
په دې نښته کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر نه دی ورکړل شوی.
عمران احمدزې

Comments