پکتیکا کې طالبانو ښوونځی سوځولی

comments 0

هندوکش – پکتیکا: وسله والو طالبانو د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې یو ښوونځی سوځولی دی.
د سیمي خلک وایي، تېره شپه دوه بجې وسلوالو د نسوان زربي متوسطه ښوونځي ته اور ورکړی، چې په مکمل ډول سوځېدلی دی.
د ښوونځي کارکوونکي وایي، په اور کې د ښوونځي د ودانۍ ترڅنګ، اداري وسایل، کتابونه، او دقران کرین نسخې هم سوځېدلي دي..
هغه سیمه چې ښوونځی پکې سوځیدلی دی، وسله وال طالبان پکې ورانکاره کړنې ترسره کوي.
له همدې کبله ځایي خلک باور لري چې ښوونځی به هم طالبانو سوځولی وي.
عمران احمدزی

Comments