پکتیکا کې د سولې په ملاتړ لاریون شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا ارګون ولسوالۍ څخه پیل شوی د سولې ولسي کاروان نن له غرمې وروسته مرکز ښرنې ته داخل شو.
د کاروان غړي چې شمېر یې لسګونه دی، د ښرنې جامع جومات کې د مرکز او کټواز له ولسونو سره په غونډه بوخت دي.
د ښرنې او کټواز خلکو هم د ارګون له ولسونو سره همغږي شول او ددغه ولسي حرکت ملاتړ یې اعلان کړ.
دوی طالبانو او حکومت ته وړاندیز کړی چې یا به یې سوله مني او یا دې ووژني.
د کاروان غړو خبرداری ورکړی چې تر هغې به لاریونونه کوي چې تر څو سولې ته نه وي رسیدلي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments