پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو دوه زېرمې کشف او له منځه یوړل شوې

comments 0

هندوکش ــ پکتیکا: تېره شپه د پکتیکا ولایت پولیسو د خیرکوټ ولسوالۍ په “موشکي او بودي” کلیو کې یو لړعملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو دوه زېرمې کشف او له منځه وړې دي
پولیسو په یادو زېرمو کې شاوخوا ۸۰۰۰ کیلو ګرامه چرس سوځولي او ۲۳۱ کیلو ګرامه نور یې ضبط کړي دي.
د دې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په یادو عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو لخوا پر عامه لارو ځای پر ځای شوي ماینونه هم د پولیسو د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او له منځه وړل شوي دي.
عمران احمدزی

Comments