پکتیکا کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه ترسره کړه

comments 0

هندوکش ـ پکتیکا: د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو، مدني فعالانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې پراخې ولسي غونډې په ترڅ کې د افغان ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د دوی د هڅو او قربانیو څخه یې مننه وکړه.
د ناستې برخه والو افغان امنیتي ځواکونه د وطن او خاورې رښتیني ساتونکي او اتلان وبلل او د هر ډول ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
دوی همدا راز د سولې په روانه پروسه کې د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل، چې په هېواد کې د تاوتریخوالي له دوام څخه لاس په سرشئ.
عمران احمدزی

Comments